ختیخ ادبي بهیر خپله ۳۱ مه غونډه ترسره کړهد
ایمل مړوند ایمل مړوند

د ختیځ ادبي بهير ملګرو خپله ۳۱ مه اونیزه ناسته د ۱۳۹۱ کال د سلواغې میاشتې په ۲۷ مه نېټه د جمعې په مبارکه ورځ د جلال اباد ښار  د میديوتیک په انګړ کې ترسره کړه.غونډه د تل په شان سهار ۹ بجې پیل شوه او تر غرمې ناوخته پورې يې دوام وکړ. پرانیسته يې قاري زیارمل سوکال  د قران پاک د څو مبارکو ایاتونو پر تلاوت وکړه، د دریځ چارې جمال ثاقب سمبالولې او راپور ایمل مړوند لیکه.

دا پلا د غونډې مشري شفیق الله مصور کوله، مېلمه ورسره دوست محمد دوست و او د کوربه توب محمد فهیم رحیمزی کاوه.

د دود سره سم د تېرې ناستې ګزارش ایمل مړوند ولوست، چې د ملګرو لخوا وستايل شو او د توکو د ارزونې په برخه کې د ژمنې سره سم لیاقت خان عزت مل خپله لنډه کیسه ارزونې ته وړاندې کړه.

عزت مل په خپله لیکنه کې د یو ځوان ګلاب او برېښنا د مینې کیسه کوي، چې دواړه سره په خپلو کې خپلوان دي او له ماشومتوبه یو له بل سره مینه کوي. کله چې دوی دواړه لویېږي مینه يې هم ورسره لویېږي او لا زور پیدا کوي. د ګلاب او برېښنا د مینې په داستان باندې د دوی دواړو د کورنيو غړي هم خبر وي او د ګلاب کورنۍ هڅه کوي چې په نن او سبا کې د برېښنا په جرګه ورشي او ګلاب ته يې رشته وغواړي. خو حالات نه غواړي چې دوی دواړه سره یو ځای شي او بله ورځ په کلي کې یو کس ډزې کوي چې برېښنا یې ورته ورکړه، خو جرګه راټولیږي او جرګه هم برېښنا هغه چاته ورکوي چې ډزې يې پرې کړي دي، د دې سره برېښنا څو ورځې وروسته ځانوژنه کوي خو ګلاب بیا هم ژوندی وي او د برېښنا مړي ته ځي او هغه خاورو ته سپاري.

پر کیسه د خبرو پیل ایمل مړوند وکړ، هغه وویل که څه هم د عزت مل صیب کیسه د موضوع له اړخه ښکلې وه، خو ولې لوستونکی یې له ځان سره نه شو ساتلی او تلوسه هم په کې نه وه یا ډېره کمزورې وه.

په خبره يې د لیکوال نه کیسه پړی شوې ده او لوستونکي ته ستړې کیدونکې ده ، داسې فکر کیږي چې کومه نثري لیکنه یا ولسي داستان وي.

د نوموړي په وینا د کیسې پای هم ډېر غوڅ دی او په داسې ځای کې خلاصیږي چې لوستونکیو ته دا چانس نه ورکوي چې د کیسې یا د کرکټر په اړه فکر وکړي او ځينې پوښتنې ورسره پیدا شي (( په کیسه کې برېښنا ځانوژنه کوي او کله چې ګلاب خبریږي یوه کړیکه يې له خولې وځي او بیا د برېښنا مړي ته ځي او هغه دفن کوي، چې لوستونکي ته ټوله خبره څرګندیږي.))

د مړوند په وینا که چېرته دا کیسه  په همدې ځای خلاصه چې ګلاب د برېښنا له مرګه خبر شي او یوه کړیکه يې له خولې ووځي، نو ممکن لوستونکي د ګلاب په اړه فکر وکړي چې یاره په ګلاب څه شوي، خو دلته په کیسه کې ګلاب د برېښنا له مرګه وروسته هم ژوندی وي او د مراسمو ټوله کیسه وکړي.

ضیاالدین همت مل وویل تلوسه يې هغه وخت خلاصه شوه کله چې لیکوال د کیسې په پیل کې د ګلاب او برېښنا د رشتې په اړه معلومات ورکړل چې برېښنا د ګلاب د ترور لور وه. هغه همدارنګه د ګلاب د نامه د ډېر تکرار خبره هم وکړه.

مړوند وویل ګلاب چې کله کوچنی وي او د پېښور نه وطن ته راځي نو د سړک پر سر د ټولو په وړاندې د برېښنا لاسونه په لاسونو کې نیسي او ښکل کوي يې. له انده يې کله چې یو څوک د اتو نهو کلونو په شاخوا کې عمر ولري هغه دومره نه پوهیږي چې د خپل جانان لاسونه ونیسي او هغه هم د ټولو خلکو پر وړاندې.

ځینو نورو ملګرو هم د مړوند سره د خبرې ملا تړله او د سړک پر سر باندې د ګلاب لخوا د برېښنا د لاسونو ښکل يې پر ځای نه بلل.

نادر دانش بیا په ټوله کې کیسه خوښه کړه، او وې ویل چې عزت مل صیب په خپله کیسه کې د ټولنې ډېر یو بد دود یانې په پردیو لورګانو د ډزو دود او بیا د جرګې یوه غیر عادلانه پریکړه، چې جرګه هم بیا برېښنا هغه چاته ورکوي چې ډزې يې پرې کړې وي انځور کړی دی او ډېره مهمه مسله يې په کې رااخیستې ده، چې اوس هم په ځينو لرو پرتو سیمو کې داسې ستونزې شته دی.

دانش هم د لارې پر سر د برېښنا د لاسونو ښکلول او په خپلو لاسونو کې د هغې لاسونه نیول پر ځای ونه بلل.

نوموړي همدارنګه وویل ((د کیسې په یو ځای کې راغلي دي چې یو بد زیری يې راکړ، زیری موږ بد نشو ویلی خکه چې زیری شو نو باید ښه وي ځکه زیری عموما ښو خبرونو ته کارول کیږي خو که ووایو چې یو بد خبر يې راکړ نو یو څه ترینه اخیستل کیږي.

مړوند بیا د جرګې لخوا شوې پرپکړې باندې نیوکه کوله چې جرګه هغه چاته برېښنا ورکوي، چې ډزې يې پرې کړي دي، هغه ویل تراوسه پورې داسې نه دي شوي چې د یو چا پر لور دې څوک ډزې وکړي او بیا دې هغه سړی خپله لور هماغه کس ته ورکړي .

خو ځينو ملګرو ورسره نه منله او ویل چې په ځينو سیمو کې جرګې دا ډول پریکړې کوي.

الفت پاڅون بیا ځينو کلیمو ته ګوته نیوله چې په کې پښتو نه وي لیکل شوې.

محمود خزان د (( اولاد نه درلودل)) پر ځای باندې (( اولادونه نه درلودل سم بلل)) او ټینګار يې کولو چې دا باید جمعه راشي.

نهضت شېرزاد هم ځينو کلیمو ته په اشارې ویل چې پر ځای نه دي کاریدلې هغه د بېلګې په توګه د برېښنا پلار یاد کړ چې ګلاب ورته کاکا وايي. د شېرزاد په وینا د ترور خاوند ته زموږ په ټولنه کې خلک کاکا نه بلکې ماما وايي چې باید ورته دلته هم وویل شي.

همت مل بیا ویل چې د اشاري ضمایرو نه يې په پکې هیڅ ګټه نه وه اخیستې او تر پایه د ګلاب نوم تکرار شوی دی.

دوست محمد دوست بیا د لیکوال د لوستلو انداز خوښ کړ چې ډېره اوږده کیسه يې ډېره ښه ولوستله هغه وویل موږ باید تل هڅه وکړو چې په خپلو لیکنو کې اخلاقي ارزښتونو ته ډېره پاملرنه وکړو. او د لارې پر سر يې د برېښنا لاسونه ښکلول د ګلاب لخوا يې د اخلاقي ارزښتونو سره په ټکر کې یاد کړل.

جمال ثاقب بیا د ګلاب او برېښنا ترمنځ چې په ماشوموالي کې کومې خبرې کیدې د دوی څخه ډېر لوېې او سترې یادې کړې هغه وویل د دوی ترمنځ چې د خبرو کومه تبادله شوې ده د دوی د عمرونو په پرتله ډېرې غټې او مشرې دي .

مړوند وویل ((زما په نظر دا لا کیسه نه ده، خو که لیکوال يې د کیسې په چوکاټ کې واچوي نو یوه ښه کیسه ترېنه جوړیدای شي.))

ثاقب وړاندې وویل په کیسه کي کله راوي خپله کیسه کوي او بیا په ځينو ځاینو کې د ګلاب او برېښنا ترمنځ مکالمې وړاندې کوي (( خپله راوي کیسه کوي خو په ناڅاپي ډول بیا وايي: ګلاب، برېښنا او د دوی ترمنځ مکالمې وړاندې کوي.))

په پای کې خپله د کیسې لیکوال دریځ ته پورته شو او د ټولو ملګرو نه يې مننه وکړه چې نیک او رغنده نظرونه يې ورته ورکړل زیاته کړه چې په راتلونکې لیکنو کې به ضرور د دوی له نظرونو ګټه پورته کوي. هغه د کیسې د نوم په اړه د ملګرو نظرونه وپوښتل چې د ځينو ملګرو په خوښه يې ورته ((تنکۍ هیلې)) نوم غوره کړ.

تر کرکتنې وروسته یوه ازاده مشاعره وشوه چې د یادو کسانو سربېره پکې دغو ښاغلو هم خپل شعرونه وویل:

محمد فاروق دیدار، محمود خزان، الفت پاڅون، صفی الله سنګین، ضیاالدین زلمي، اختیارالله، نجیب الله سمون، امین الله ملاخېل، هدایت الله شیدا، احمد جمال جمال، حضرت یوسف یوسفزي، صدیق الله صدیق، جانان زمري، شمس ارحمان حسیني مجیب الرحمان، فرهاد، الله محمد حسنزي، فرید الله ملاتړ، ظاهر قلندر او بصیر احمد تلاش.

په پای کې د دې اونيزې ناستې مشر مېلمه شفیق الله مصور دریځ ته وبلل شو. نوموړي خوښي څرګنده کړه چې د ختیځ ادبي بهیر په اونیزه ناسته کې ګډون لري او غونډه يې ډېره ښه وارزوله ، وې ویل د ملګرو لخوا ډېره ښه کره کتنه وشوله چې ډېر څه يې پکې واوریدل.

غونډه غرمه ناوخته پای ته ورسیده.


February 24th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها